دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 289287
په غزه کې د شهیدانو او ټپیانو شمیر له ۱۱۱ زرو څخه زیات شو
د فلسطین د روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کښې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د ۲۰۰ ورځو په موده کښې په سیمه کښې د شهیدانو شمیر ۳۴۱۸۳ تنه او ټپیانو شمیر ۷۷۱۴۳ تنه اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې اسرائیلي رژیم تیره ورځ په غزه کې درې جنایتونه او قتل عام کړي چې په پایله کې یې ۳۲ تنه شهیدان او ۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغو نویو شهیدانو په شهادت سره د غزې په تړانګه کښې د دغې سیمې په خلاف د ۲۰۰ ورځنی جنګ په لړ کښې د شهیدانو شمیر ۳۴۱۸۳ ته ورسید او د زخمیانو شمیر ۷۷۱۴۳ ته ورسید.
https://avapress.com/vdcbw9b5zrhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته