افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د نفراط کان د داوطلبۍ بهیر په شفاف ډول ترسره شو.
دغه وزارت زیاتوي چې یو خصوصي شرکت د څه باندې ۲۱۸ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د دې داوطلبۍ ګټونکی اعلان شو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت په پام کې لري چې په دغه کان کې د پانګونې تر څنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ۱۵۹۹۰ زره افغانۍ ولګوي.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د امنیت له تامین سره حکومت د کانونو قرارداد له خصوصي شرکتونو سره کوي.