د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د نفرایت کان د استخراج لپاره یوه خصوصي شرکت د ۲۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت داوطلبۍ ګټلې دي.
یوه خصوصي شرکت د ۲۱۸ میلیونو افغانیو په پانګونې د کابل د نفرایت کان کیندنه وګټله
3 ثور 1403 ساعت 11:32
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د نفرایت کان د استخراج لپاره یوه خصوصي شرکت د ۲۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت داوطلبۍ ګټلې دي.
آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د نفراط کان د داوطلبۍ بهیر په شفاف ډول ترسره شو.
دغه وزارت زیاتوي چې یو خصوصي شرکت د څه باندې ۲۱۸ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د دې داوطلبۍ ګټونکی اعلان شو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت په پام کې لري چې په دغه کان کې د پانګونې تر څنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ۱۵۹۹۰ زره افغانۍ ولګوي.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د امنیت له تامین سره حکومت د کانونو قرارداد له خصوصي شرکتونو سره کوي.
د مطلب کود: 289172