افغان غږ خبری آژانس: برید کوونکو په دوو جلا جلا بریدونو کی د دغه هیواد په لویدیځ کی اوه تنه د ګمرک کارکوونکې وژلی دی.
ایرنا د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په تیرو څو ورځو کې په دې سیمه کې د ګمرک د پنځو نورو افسرانو له وژل کیدو وروسته، پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې نامعلومو وسله والو د پاکستان په لویدیځ کې د ګمرک دوه کارکوونګې وژلي دي.
د پنجشنبې تر ورځې د دغو دوو بریدونو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او پولیسو ویلي چې په دې اړه پلټنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت له سرپرست حکومته غوښتي چې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو لپاره کار اخلي.
د اسلامي امارت له لوري تل د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد شوې او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې هیڅ ترهګرې ډلې ته د کار اخیستو اجازه نه ورکوي.