افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان یوه بله ډله د درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته معرفي شوي دي.
دغې ادارې په تېرو ۲۱ میاشتو کې ۳۰۱۳ تنه د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره د پلازمېنې روغتونونو ته معرفي کړي دي.