د افغان سرې میاشتې ټولنې د پلازمېنې په روغتونونو کې د زړه د سوري ۱۵ ناروغان د درملنې لپاره معرفي کړي دي.
د زړه په سوري اخته ۱۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته معرفي شول
2 ثور 1403 ساعت 9:36
د افغان سرې میاشتې ټولنې د پلازمېنې په روغتونونو کې د زړه د سوري ۱۵ ناروغان د درملنې لپاره معرفي کړي دي.
آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان یوه بله ډله د درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته معرفي شوي دي.
دغې ادارې په تېرو ۲۱ میاشتو کې ۳۰۱۳ تنه د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره د پلازمېنې روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د مطلب کود: 289090