افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلي ډار له امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې په مناسب وخت کې کابل ته د تګ پلان لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ (حمل ۲۹) په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ښاغلي ډار ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.
په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان د اسلامي امارت له تسلط وروسته اسلام آباد څو ځلې د کابل د چارواکو کوربه توب کړی دی. پاکستاني چارواکي هم څو ځله کابل ته راغلي چې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
که څه هم آسلام اباد په رسمي ډول د اسلامی امارت د حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې، خو په نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو کې یې د دې ډلې له غړیتوب څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.