افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقانی وایی، سږ کال له یو نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوی دی.
نوموړي د افغانستان له "ملي ټلویزیون" سره په خبرو کې اعلان وکړ چې دغه کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان تېر حکومت له يو ميليون زياتو افغان کډوالو په زوره د شړلو لړۍ پيل کړې وه.