افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د قراردادي شرکت له مسوولینو سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د دغې پروژې لپاره د اړتیا وړ ۴۰۰ میګاواټه برېښنا پر رسولو خبرې وشوې.
وزارت زیاتوي، په دې ناسته کې د دغه قراردادي شرکت مسوولینو د عینک د مسو پروژې د وروستیو پرمختګونو، کاري پلانونو او د عملي کار د پیل او د دغې پروژې د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.