کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

28 حوت 1402 ساعت 10:39

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال تر یو نیم میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقانی وایی، سږ کال له یو نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوی دی.

نوموړي د افغانستان له "ملي ټلویزیون" سره په خبرو کې اعلان وکړ چې دغه کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان تېر حکومت له يو ميليون زياتو افغان کډوالو په زوره د شړلو لړۍ پيل کړې وه.


د مطلب کود: 287535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287535/سږ-کال-تر-یو-نیم-میلیون-ډېر-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com