دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۷
د مطلب کود : 221446
هېواد کې د کرونا ویروس؛ ۱۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د لړم په ۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۴۳۱ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې د کوویډ۱۹ څلور ناروغان هم مړه شوي دي چې یو یې کابل او ۳ یې هرات ولایت کې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۱۸ تنو ته رسیږي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۱۹ یې کابل، ۴۱ هرات، ۹ کندهار، ۷ تخار، ۷ کندز، ۲ نیمروز، ۱۷ غزني او یوه یوه هم پّ زابل او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceez8wpjh8wei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته