په شمال کې د شاهین قول اردو مسولینو په خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې دغه عملیات د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ په نظیر آباد او هزار قلعه سیمو کې ترسره شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو څو مرکزونه او پټنځایونه افغان هوایي ځواکونو له لوري په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله په دغو عملیاتو کې ۱۵ وسله وال ترهګر ژوبل شوي هم دي.
خبر پاڼې د یوه افغان سرتیري د وژل کیدو او د ۳ نورو د ټپي کیدو خبر هم ور کړی دی.