د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات د «لېندۍ پر۲۵مه» امریکا غږ ته وویل چې د دغه پنځو ولایتونو تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي چې د کمېسیون تر پرېکړې وروسته به اعلان شي.
هغه زیاته کړه:"د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي تر څو نن هم د یو شمېر ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان کړي، تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي یوازې د کمېسیون پرېکړې ته اړتیا ده."
ښاغلي سادات زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې تر دوو درې ورځو د پاتې ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د انتخباتي شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر اساس د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو د ۱۸۲ مرکزونو د رایو شمېرل له سره پیل شوي چې د نن یکشنبې ورځې تر پای به پای ته ورسېږي، چې د روانې اونۍ په پای کې به د کابل لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دامهاله د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د مېزان میاشتې پر ۲۸مه نېټه تر سره شوې.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلانولو نېټه د «قوس ۱۹مه» ښودلې وه چې په انتخاباتو کې د یو شمېر درغلیو په اړه د شکایتنو تر ثبتېدو وروسته د ځینو ولایتونو د رایو له سره شمېرلو دغه بهیر وځنډوی.