دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 154980
په بادغیس کې د پولیس یو لوړپوړی چارواکی د طالبانو په کمین کې ووژل شو

په شمال لویدیځ بادغیس ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي د پولیس یو لوړپوړی چارواکی د وسله والو طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.
 
د باغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج وایي د آب کمري ولسوالی امنیه قوماندان عبدالرسول تېره شپه ناوخته له وسله والو سره د نښتې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
 
نوموړی زیاته کړه، چې تېره شپه  ناوخته یو شمېر وسله والو په دغه ولسوالی کې پر یوه امنیتي پوسته دلییز برید پیل کړل او ښاغلي رسول غوښتل د امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره سیمې ته سفر وکړي چې د طالبانو په کمین ووژل شو.
 
د ښاغلي تاج په وینا، په دغه برید کې د پولیس یو بل سرتیری هم وژل شوی دی.
 
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
بادغیس د افغانستان په شمال لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والو په وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خپل بریدونه ګړندی کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc40qsx2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته