دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 50792
لیتوانیا د راتلونکي کال تر پایه خپل پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي
د لیتوانیا دفاع وزارت وایي، دغه هېواد غواړي، چې د راتلونکي میلادي کال تر پایه خپل پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي.

خو د لیتوانیا دفاع وزارت څرګندوي، چې بیا به هم د قانون د پلي کیدو له ځواکونو سره خپلو مشورو ته ادامه ورکړي.

د لیتوانیا دفاع وزیر راسا یوک ني وي چیني وویل، د غور په ولایت کې هره ورځ د افغان ځواکونو ونډه په امنیتي برخه کې پراخیږي.

د لیتوانیا د دفاع وزیر په وینا په غورکې ترڅلور سوه ډیر افغان پوځیان ځای پر ځای شوې دي، چې دغه کسان کولای شي، چې د بهرنیو له مرستې پرته د دې ولایت امنیت ټینګ کړي.

د لیتوانیا پوځیانو په دوه زره پنځم میلادي کال کې په غور کې د ولایتي بیا رغاونې د ډلې مشري په غاړه واخیسته او له پنځو کلونو راهیسې په غور کې پوځي عملیات تمویلوي.

په افغانستان کې د لیتوانیا د پوځیانو شمېر دوه سوو ته رسیږي.

د روزنې په برخه کې د لیتوانیا ځواکونه په کندهار، کابل او هرات کې فعالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau0nm.49nwo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته