کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لیتوانیا د راتلونکي کال تر پایه خپل پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1391 ساعت 11:20


د لیتوانیا دفاع وزارت وایي، دغه هېواد غواړي، چې د راتلونکي میلادي کال تر پایه خپل پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي.

خو د لیتوانیا دفاع وزارت څرګندوي، چې بیا به هم د قانون د پلي کیدو له ځواکونو سره خپلو مشورو ته ادامه ورکړي.

د لیتوانیا دفاع وزیر راسا یوک ني وي چیني وویل، د غور په ولایت کې هره ورځ د افغان ځواکونو ونډه په امنیتي برخه کې پراخیږي.

د لیتوانیا د دفاع وزیر په وینا په غورکې ترڅلور سوه ډیر افغان پوځیان ځای پر ځای شوې دي، چې دغه کسان کولای شي، چې د بهرنیو له مرستې پرته د دې ولایت امنیت ټینګ کړي.

د لیتوانیا پوځیانو په دوه زره پنځم میلادي کال کې په غور کې د ولایتي بیا رغاونې د ډلې مشري په غاړه واخیسته او له پنځو کلونو راهیسې په غور کې پوځي عملیات تمویلوي.

په افغانستان کې د لیتوانیا د پوځیانو شمېر دوه سوو ته رسیږي.

د روزنې په برخه کې د لیتوانیا ځواکونه په کندهار، کابل او هرات کې فعالیت کوي.


د مطلب کود: 50792

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50792/لیتوانیا-د-راتلونکي-کال-تر-پایه-خپل-پوځي-ماموریت-په-افغانستان-کې-پای-ته-ورسوي

آوا
  https://www.avapress.com