دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 67857
کندز: په دشت ارچي کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي
د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه وسله والو طالبان وژل شوي دي.
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قومندان حمیدآغا ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا پنځه وسله وال طالبان بیګاه شپه د دشت ارچي په نهر کهنه سیمه کې د افغان ځواکونو په علمیاتو کې وژل شوي دي. حمید اغا زیاتوي چې وسله والو طالبانو تر دې مخکې د افغان ځواکونو په پوستو حمله کړې وه چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو دا عملیات تر سره کړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0ani.49n0m1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته