کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز: په دشت ارچي کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جوزا 1392 ساعت 11:51


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه وسله والو طالبان وژل شوي دي.
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قومندان حمیدآغا ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا پنځه وسله وال طالبان بیګاه شپه د دشت ارچي په نهر کهنه سیمه کې د افغان ځواکونو په علمیاتو کې وژل شوي دي. حمید اغا زیاتوي چې وسله والو طالبانو تر دې مخکې د افغان ځواکونو په پوستو حمله کړې وه چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو دا عملیات تر سره کړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 67857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67857/کندز-په-دشت-ارچي-کې-د-افغان-ځواکونو-عملیاتو-۵-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com