دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 298019
په فاریاب ولایت کې له نږدې دوه زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې پر نږدې دوه زره اړمنو کورنیو د نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له ۱۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په مالي همکارۍ او د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په همغږۍ وېشل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په همکارۍ سلګونه اړمنو کورنيو ته مرستې رسول کېږي.
https://avapress.net/vdcezv8wojh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته