دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 297845
په فراه کې د ۲۴ زره متر مکعب اوبو د ذخیره کولو په ظرفیت د یوه بند کار پیل شو
دانرژۍ او اوبو وزارت په فراه ولايت کې د اوبو دانتقال دبند دجوړولو دکار دپيل خبر ورکړ او زياته يې کړه چې دغه بند دځمکې او دخلکو کورونو ته دسيلاونو دتګ راتګ مخه نيسي او دغه راز د ٢٤٠٠٠ متر مکعبه اوبو دزياتولو ظرفيت لري .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه د میزان ۱۱ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فراه ولایت کې د اوبو د انتقال د بند د کار د پیل خبر ورکړی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د فراه ولايت په بکواه ولسوالۍ کې د څه دپاسه اووه ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو يو بند جوړ شوى او ويل شوي چې ددغه بند د اوبو د زيرمه کولو ظرفيت ٢٤ زره متر مکعب دى.

د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه بند په جوړېدو سره به د احتمالي سېلابونو د حاصلاتو او د خلکو د کورونو د زيانمنېدو مخه ونيول شي او د دغو سېلابونو او بارانونو له اوبو به د فراه ولايت د کرنې په خړوبولو کار وشي.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په تیرو څو کلونو کې په بیلابیلو ولایتونو کې د اوبو د ذخیرې او د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د مخنیوي په موخه د کوچنیو بندونو د جوړولو هڅې کوي.
https://avapress.net/vdcay0num49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته