دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 297823
په غزه کې یو ځل بیا د صهیونیسټانو جنایت؛ د غزې په ښار کې پر دارالایتام برید شپږ تنه شهیدان کړل
صهیونیسټ رژیم په ملکي مرکزونو د خپلو جنایتونو په دوام کښې نن سهار د غزې د ښار په لویدیځ کښې د «الامل» په یتیم خانه بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې ۶ تنه شهیدان شول.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین سما خبری آژانس د خبر له مخې په دغه جنایت کښې یو شمیر کسان ژوبل شوی هم دی.

ژغورونکي لا هم د خاورو په ایستلو او د خاورو لاندې پاتې احتمالي جسدونه راوباسي.

د غزې تړانګې د عامې روغتیا وزارت په دغه سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ۳۶۱ ورځو کښې د ۴۱۶۳۸ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.

د فلسطین د عامې روغتیا د وزارت په بیانیه کښې چې د غزې د تړانګې د جګړې د ۳۶۱مې ورځې په مناسبت خپره شوې، راغلي دي: د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور جنایتونه ترسره کړل. 

په دغه بیانیه کښې راغلی دی: د دغو شهیدانو او زخمیانو په شمول د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر د میاشتې له اوومې (۱۵میزان ۱۴۰۲) د غزې په تړانګه د صهیونیسټ رژیم د حملو له پیله تراوسه ۴۱۶۳۸ فلسطینیان شهیدان او ۹۶۴۶۰ فلسطینیان ژوبل شوی دی.

د اسرائیلو پوځ هم نن ماسپښین د غزې تړانګې په جنوب کې د «خان یونس» ښار په لویدیځ کې د کډوالو پر خیمو بمباری وکړه.

په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه شهیدان شوي دي.

صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګې د تباهۍ جنګ پیل کړی دی . په دې موده کښې په دغه جنګ کښې د غزې تړانګې ۷۰٪ کورونه او زیربناوې سختې ویجاړې شوی دی او د بې سارې قحطۍ او لوږې په څنګ کښې ناوړه محاصرې او سخت بشری ناورین د دغې سیمې د اوسیدونکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

له دغو ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژیم اعتراف کړی دی چې له څه دپاسه دولسو میاشتو جنګ وروسته تراوسه نه دی توانیدلی په دغه جنګ کښې خپلو هدفونو ته چې دحماس غورځنګ له مینځه وړل او له غزې تړانګې څخه دصهیونیسټانو دبندیانو بیرته ستنول دي .
https://avapress.net/vdcgxu9xwak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته