دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 297811
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا وکړه
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له خپلې دندې استعفا کړې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ «د میران ۱۰مه» په یوه خبرپاڼه کې د ټام ویسټ استعفا اعلان کړه.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر، د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او د منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان مارک به یې مشري وکړي.
ټام ویسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، په دې موده کې یې په افغانستان کې د واشنګټن ګټې په سمه توګه ازمویلې.
ټام ویسټ دا ماموریت وروسته له هغه په ​​غاړه واخیست چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.
https://avapress.net/vdcdf50xfyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته