افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې په اکس پاڼه کې خپره شوې، راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په اروپا کې له مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو سره سره وکتل.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او له امنیت څخه بل هیڅ شی غوره نه دی، چې د خدای په مرسته او د ملت په سرښندنو رامنځته شوی دی.
په همدې حال کې په دې کتنه کې افغان شخصیتونو خپل نظریات د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره شریک کړل او ویې ویل هغه څه چې دوی له نږدې لیدلي د لویدیځوالو له تبلیغاتو سره په ټکر کې دي او د لا زیاتو پراختیايي پروژو د پلي کیدو هیله یې څرګنده کړه.
د یادولو وړ ده چې په اروپا کې میشت یو شمیر افغان علمي او فرهنګي شخصیتونه له څو ورځو راهیسې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کوي.