افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینیانو په خلاف شپږ جنایتونه ترسره شوی چې په دغو بریدونو کې ۵۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۴ تنه ټپیان شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د ټولو شهیدانو شمېر ۳۴ زره ۱۵۱ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۷۷ زره ۸۴ تنو ته لوړ شوی دی. په زرگونو کسان لا هم لادرکه دي او یا تر خاورو لاندې دي. د غزې په جګړه کې تر ۷۲ سلنه زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.