افغان غږ خبری آژانس: د جاپان ساحلی ګارد نن (دوشنبه) اعلان وکړ چې شمالی کوریا یو بالستیک توغندی توغولی دی.
سیول هم د جاپان د سمندر په لور د نامعلومو مشخصاتو سره د بالستیک توغندی د توغولو اعلان وکړ. د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز وايي، شمالي کوریا د جاپان د سمندر په لور یو بالستیک توغندی توغولی دی.
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي، د شمالي کوریا له خوا توغول شوی بالستیک توغندی چې ګومان کېده، غورځېدلی دی.
NHK د جاپان د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې هغه بالستیک توغندی چې احتمالا د شمالي کوریا لخوا د جاپان په لور توغول شوی و، د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون څخه تېر شو.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې شمالي کوریا په بریالیتوب سره یو سوپر هیوی توغندی و ازمویه.