دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 289188
پنجشیر ته د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال سفر:

دولت په هېواد کې پرمختیايي پروژې په متوازن او یوشان ډول پلي کوي

دولت په هېواد کې پرمختیايي پروژې په متوازن او یوشان ډول پلي کوي
د رئیس الوزرا د دفتر سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پنجشېر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې سرپرست حکومت په هېواد کې پرمختيايي پروژې په متوازنه او يو شان پلي کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو او یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل. 

د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکيم د سيمه ييزې ادارې د دندو او لاسته راوړنو راپور او د دغه ولايت د اوسېدونکو ستونزې شريک کړل.

په همدې حال کې مولوي عبدالکبير د پنجشير ولايت د سيمه ييزو مسوولينو له هلوځلو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې ددغه ولايت دخلکو ستونزې به په بيلابيلو برخو په تيره بيا د اقتصاد ، د کار پيدا کولو او د پرمختيايي پروژو د تطبيق په برخو کې حل شي.

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال همداراز ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په هیواد کې پرمختیايي پروژې له اسلامي حل لارو سره په متوازنه او یو شان تطبیقوي.
https://avapress.com/vdcbw9b5wrhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته