افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو، د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، په روغتیايي برخه کې د اذربایجان د رول او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د اذربایجان سفیر په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې په دوامداره توګه مرسته او همکاري وکړي.