افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ د ۱۹مې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح په دې اړه وویل: کابل ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د کار پیدا کولو په موخه فرصتونه، د ملګرو ملتونو د پروژې دفتر په همکارۍ د دې پروژې کار پیل کړ
هغه د يادو سيمو له اوسېدونکو وغوښتل چې د دې پروژې په ښه تطبيق کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو د رياست استازي انجنير ذبيح الله رحيمي وويل: د تنګي غار او پلچرخي سيمه کې د سړکونو د جوړولو پروژه به هم پلي شي.
ده زیاته کړه: د دغې پروژې له لارې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ښاریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.