افغان غږ خبری آژانس: خبري سرچینو د عراق په جنوب کې د بابل په ولایت کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.
المیادین شبکې راپور ورکړی، چې له چاودنو وروسته، چې لامل یې لا هم معلوم نه دی، په بابل کې د پوځ د قوماندانۍ له مرکز څخه په هوا کې بد لوګی پورته شوی دی.
خو رویټرز خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې چاودنه په دې سیمه کې د حشد الشعبي ځواکونو په یوه اډه کې شوې ده.
المیادین شبکې د عراقي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د کالسو پوځي اډه چې د عراق د پوځ، فدرالي پولیسو او د حشد الشعبي ځواکونو له خوا په ګډه کارول کیږي، په هوايي بمبارۍ کې په نښه شوې ده.
د صابرین خبری چینل هم راپور ورکړی چې په دغه اډه کښې موجود یوشمیر امنیتی ځواکونه ژوبل شوی او لږ تر لږه دوه کسان المحاویل روغتون ته لیږدول شوی دی .
د صبرین خبري آژانس وايي، د زخمیانو شمېر لږ تر لږه ۸ تنه دی، چې د حشد الشعبي او د عراق د پوځ له ځواکونو څخه دي.
د عراق د بابل ولایت د امنیتي کمیټې مشر ویلي دي چې د حشد الشعبي د ځواکونو په اډه باندې د بې پیلوټه الوتکو د برید په پایله کې ۵ چاودنې وشوې.
دغه ځایي عراقي چارواکي دا هم ویلي چې د اور لوی مقدار د اډې شاوخوا د ونو د شتون له امله و.
د عراق ولسي تحريک د شمالي بابل په لويه لاره کې پر خپل مرکز د بريد پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د چاودنې ځای ته د مالي او ځاني زيانونو د څېړلو لپاره يو څېړونکی پلاوی رسېدلی دی.