دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 288947
امیر عبداللهیان په نیویارک کې: د غزې وضعیت ترینګلی حالت ته رسیدلی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د فلسطین په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، نن خبریالانو ته وویل چې په غزه کې وضعیت ترینګلی حالت ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې د فلسطین په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی، نن (پنجشنبه) خبریالانو ته وویل: د امنیت شورا غونډه به د لویدیځې اسیا د پرمختګونو د بیا کتنې او د فلسطین د مسئلې په اړه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د بحث لپاره جوړه شي.

هغه په ​​دې خبرې سره چې په غزه کښې حالات ترینګلی حالت ته رسیدلی دی زیاته کړه: د دغه وضعیت څرنګوالی په سیمه او د سیمې په پرمختګونو کښې څرګند دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کښې وویل: دا یو فرصت دی چې په سیمه کښې د باثباته سولې او امنیت د رامینځته کولو د ضرورت په اړه د ایران د نظرونو د بیانولو او د ملګرو ملتو د سرمنشی او د هغه له ملګرو او ځینو لوړ رتبه چارواکو سره په کتنو کښې د ملګرو ملتو د ګډون له فرصت څخه په استفادې سره بیان کړی. 
https://avapress.com/vdcdoj0x5yt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته