افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د رئيس الوزرا د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په افغانستان کې د ایټالیا له سفیرې مېرمن ناتالیا کوینتاویلا په افغانستان کې د ایټالیا له ځانګړي استازي سره وکتل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د ایټالیا سفیرې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه.
نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو دوام ته په اشارې سره زیاته کړه چې ایټالیا په افغانستان کې د پروژو پلي کول غواړي او د روغتیا، اوبو او روغتیا ساتنې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
په ورته وخت کې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان اسلامي امارت له اروپايي هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او په دې برخه کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت هیڅ شخص او هیواد ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هیواد د امنیت پر ضد وکاروي.