د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یو شمېر ترک توکمو او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د اعتراض په غبرګون کې وايي، ولسمشر غني چې د امیر تیمور په اړه څه ویلي، نه قصدي عمل و او نه دغه شخصیت ته د سپکاوي لپاره وې.
د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، ټولو اوزبک هېوادوالو ته ډاډ ور کول کېږي چې افغان ولسمشر د نورو ټولو درنو قومونو ترڅنګ د ازبکانو کلتور او تاریخ ته هم درناوی لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د افغانستان یو شمېر ترک توکمو او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د امیر تیمور ګورکاني په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ څرګندونې سپکاوی ګڼلی دی.