دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 197555
بريد نن سهار لس بجې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د تور پله په سیمه کي د ملي اردو د کامران په نامه قرارګاه باندې د مازدا موټر په واسطه شوی دی.
په سیمه کی امنیتي ځواکونه وایي، په دې برید کي ۸ تنه د ملي اردو سرتیری وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي .
خو هلمند کي د ۲۱۵ ميوند قول اردو ویاند عبدالقدير بهادرزی یواځي د پیښي پخلی کوي خو د تلفاتو شمیرې په اړه څه نه وایي.
وسله والو طالبانو د نني بريد مسووليت په غاړه اخیستی او د ګڼو افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي ادعا يې کړې ده.
https://avapress.com/vdchmqnzm23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته