دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 164708
په هرات کې د طالبانو دوه سیمه ایز قوماندانانو په شمول ۴۰ تنه تروریستان وژل شوی دی
د هیواد امنیتی او دفاعی هوایی ځواکونو بریدونو په ترڅ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، ۴۰ تنه تروریستان وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان او ۵ تنه یی هم نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، برید جنرال محمد رادمنش، د ملی دفاع وزارت ویاند معاون په خبری کنفرانس کې و رسنیو ته ددی عملیات اجرا ته په اشاره سره وویل: دا عملیاتونه د تروریستانو ټکولو په مقصد او هغوی پټنځایونو له منځه وړلو لپاره ترسره کیږی.
هغه زیاته کړه چی همدا اوس ۹ تعرضی عملیاتونه په ۱۰ ولایتونو کې جریان لری، کوماندو قطعات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۹ هجومی عملیاتونه په ځینو ولایتونو کې ترسره کړی او ۸ هوایی بریدونه هم ترسره شوی دی.
همدارنګه د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو عملیاتونو په لړ کې، ددی منځ څخه ۸ تنه تروریستان د طالبانو یو سیمه ایز قوماندان په شمول د هرات پشت رود ولسوالی ملا امام تپه په سیمه کې ۱۶ تروریستان د مولوی سردار مشهور په مصباح د طالبانو ټاکل شوی ولسوال د محمد آغه، برکی برک او شولک پل عمل کلي کې د لوګر ولایت مرکز او ۶ ترورسیتان د یو داعشی په شمول د ننګرهار غنی خیل او چپرهار ولسوالیو کې ۴ تنه تروریستان د تخار ولایت خواجه غار ولسوالی کې او ۳ تنه تروریستان د غزنی اندر په ولسوالی کې او ۲ تنه تروریستان د هلمند نهر سراج او نادعلی ولسوالیو کې او یو تروریست هم د فاریاب سبز پوش ولسوالی کې وژل شوی دی.
د ملی دفاع وزارت ویاند وویل: عملیاتونه د ننګرهار، غزنی، پکتیکا، فاریاب، بلخ، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې لاسته راوړنې درلود او په بریالیتوب سره جریان لری.
 
 
 
https://avapress.com/vdcbgab8wrhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته