دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 125787
جمهور رئیس غني: خلک له حکومت څخه کار او تحرک غواړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د فواید عامې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا، پوهنې، اوبو او انرژي، کرنې او مالدارۍ وزارتونو او برېښنا شرکت د انکشافي پروژو د بودجې د مصرف څرنګوالی په یوه ناسته کې وارزاوه.

په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس یادو وزیرانو ته لارښوونه وکړه چې د ۱۳۹۵ مالي کال تر پای پورې باید حداقل ۸۵ سلنه انکشافي بودجه مصرف کړي.
جمهور رئیس غني وویل، تېر کال مو د انشکافي بودجې د مصرف له پلوه ستونزې لرلې، خو سږکال خلک انتظار لري چې حکومت زیات کارونه ترسره کړي.
جمهور رئیس زیاته کړه، په دولتي ادارو کې د ظرفیت او تدارکاتو ستونزه باید حل شي، ځکه خلک له حکومت څخه کار او تحرک غواړي او دا موضوع د انکشافي بودجې د مصرف له لارې ممکن ده.
محمد اشرف غني یادو وزیرانو ته لارښوونه وکړه چې تر درې ورځو پورې په ولایتونو کې د انکشافي بودجې د وېش په هکله یوه واضح برنامه ترتیب کړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، هر وزارت چې خپله انکشافي بودجه مصرف نه کړای شي، نو له وکیلانو سره په ګډه ناسته کې به د هغې عوامل واضح کړي.
https://avapress.com/vdcfctdyew6d0ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته