دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 289495
په څلورو ولايتونو کې بارانونو او سيلابونو دوه ماشومان وژلي او مالي زيانونه يې اړولي دي
په میدان وردګ، هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو د دوو ماشومانو ژوند واخیست او ستر مالي زیانونه یې واړول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د ثور ۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. 
 
د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د جمعې په شپه د یوه کور د چت د لوېدو له امله یو لس کلن ماشوم وژل شوی او د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.
 
خبرپاڼه زیاتوی، چې په یوه بله پېښه کې د دغه ولایت د چک ولسوالۍ په ادلب کلی کې یو ۱۱ کلن ماشوم په سېلاب کې ډوب شوی او مړ شوی دی.
 
په ورته وخت کې د میدان وردګو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په دغه ولایت کې د ۱۹ کورونو د ویجاړېدو، د ۳۲ څارویو د وژل کېدو او د ۶۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.
 
په ورته وخت کې په هرات کې سرچینې وايي چې په ادرسکن، ځاځي میدان، فارس او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سېلابونو له امله تر ۴۰ ډېر کورونه لاندې شوي، تر ۵۰ ډېر څاروي له منځه تللي او څه باندې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده. 
 
بل خوا د بادغیس ولایت د تګاب عالم، قادس او جوند ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په دغو درېیو ولسوالیو کې سېلابونو ۸۰ کورونه ویجاړ کړي، تر سلو ډېر څاروي یې له لاسه ورکړي، څه باندې ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او څاګانې یې له منځه وړي دي. 
 
دغه راز د فراه د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د سې شنبې ورځې سېلابونو پنځه کورونه نړولي او تر ۳۰ جریبه ډېره کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې ده.
 
په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د هېواد ۲۸ ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وي.
https://avapress.com/vdccooqip2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته