دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 290176
تخار کې سېلابونو تر ۲۰ ډېر کسان وژلي دي
په تخار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د شلو تنو د وژل کیدو، د لسګونو کورونو او د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تخار ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه د استوګنې کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده. 

د چارواکو په خبره، دغو سېلابونو تر ډېره په چال، اشکمش، نمک‌اب او فرخار ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي.

دغه راز په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdca0wnui49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته