دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 289527
زه د افغانستان د ښه ملت د خوښۍ له امله خوشحاله یم/ د ایران د ملي لوبډلې لوبغاړو هم زموږ ملاتړ وکړ
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجيد مرتضوي وويل، چې نړيوال جام ته له رسېدو او د اسيا د پنځمې غوره لوبډلې د لقب په ګټلو سره د افغانستان د ښه ملت د خوښۍ له امله خوښ يم. هغه همدا راز زیاته کړه، کله چې موږ له لوبې وروسته هوټل ته راستون شو، د ایران د ملي لوبډلې لوبغاړی هم زموږ ملاتړ وکړ او موږ ته یې د بریا مبارکي راکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د فوټسال د ملی لوبډلې مشر روزونکی مجید مرتضوی د فوټبال نړیوال جام ته له رسیدو وروسته په یوه خبری غونډه کښې وویل: دغه تاریخی ویاړ یوه ډیره ښه پیښه وه او زه د دغه هیواد د فوټسال د بریا له امله خوشحاله یم. 

نوموړي د هېواد د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د خپل شتون د دوام په اړه وويل: د افغانستان د فوټبال له فدراسيون سره زما تړون د نړيوال جام تر پايه پورې دى او تر هغه وخته به دغې لوبډلې ته خدمت کوم.

مرتضوي زیاته کړه: کله چې له لوبې وروسته بېرته هوټل ته راغلو، د ایران د ملي لوبډلې لوبغاړو هم زموږ ملاتړ وکړ او موږ ته یې د بریا مبارکي راکړه. 

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې نن سهار د قرغزستان ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
https://avapress.com/vdcir3aryt1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته