دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 290232
په دننه او بهر کې شتمن هیوادوال او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان له حکومت او ځپل شوي ولس سره مرستې وکړي!
د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر د هېواد له شمال څخه تر لوېدیځ پورې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول په بغلان ولایت کې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو له امله په یوه پیغام کې د ټولو شتمنو هیوادوالو، په بهر کې مېشتو کډوالو ، نړيوالې ټولنې، ګاونډيو هېوادونو او نړۍ څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د افغانستان له حکومت او ځپل شوي ولس سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
د هېواد په یو شمېر ولایتونو په تېره بیا په بغلان ولایت کې د پرله پسې اورښتونو او سېلابونو له امله د ډېرو خلکو کورونه او کروندې زیانمنې شوې او د پام وړ شمېر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د مغفرت او جنت فردوس او ټپیانو ته د لوی اجر او صبر غوښتنه کوم  او د ټولو شتمنو هیوادوالو، په بهر کې مېشتو کډوالو ، نړيوالې ټولنې، ګاونډيو هېوادونو او نړۍ څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د افغانستان له حکومت او ځپل شوي ولس سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.
سید عیسی حسینی مزاری
۲۳ ثور ۱۴۰۳ شمسی
 
د راپورونو له مخې یوازې په بغلان ولایت کې ویجاړونکي سېلاب نږدې ۳۰۰ کسان وژلي او ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي دي. دغه سېلاب د هېواد په نورو شمال ختيځو او شمالي ولايتونو لکه تخار، بدخشان او سمنګان او دغه راز د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdcdsz0xxyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته