دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 289280
د هرات ولایت په دریو ولسوالیو په کروندو کې د ملخانو یرغل
د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې په کروندو کې د ملخانو د یرغل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمد نسیم سحر وايي چې ملخانو د پښتون زرغون، کشک کهنه او رباط سنګي په دریو ولسوالیو کې کروندو باندی برغل کړی.

دغه راز د هرات د کشک رباط سنګي ولسوال مفتي عبدالرحيم رحماني وايي: له دوو ورځو راهيسې ملخانو د رباط سنګي ولسوالۍ په لسو کليو کې د کروندګرو پر کرنيزو ځمکو يرغل کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغو ملخانو د له منځه وړلو کمپاين هم پيل شوى، څو کروندو ته زيان ونه رسېږي.

په همدې حال کې کروندګر له چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسیدګي وکړي او د دوی د حاصلاتو د تخریب مخه دې ونیسي.

په همدې حال کې د هرات کروندګرو له وروستیو اورښتونو سره هیله څرګنده کړې چې سږ کال به د څو کلونو وچکالۍ په له منځه وړلو سره له خپلو کروندو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د ملخانو یرغل دغه هیله په نا امیدۍ بدله کړې ده.
https://avapress.com/vdcevo8w7jh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته