دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 289882
په ننګرهار کې د څه دپاسه ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰۰ ټنه د سرپانتین ډبره وپلورل شوه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰۰ ټنه سرپانتین (یو ډول قیمتي ډبره) پلورلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د ۶۷۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د شیخ شهاب الدین دلاور په حضور کې ۱۵۰۰ ټنه سرپانتین ډبره وپلورل شو.

په همدې حال کې په وروستیو دوو کلونو کې په هېواد کې د کانونو د استخراج بهیر چټک شوی دی.

تېره اوونۍ په پنجشېر کې د څه دپاسه دوه سوه زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شو.
https://avapress.com/vdcc4oqii2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته