د انرژۍ او اوبو وزارت د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور له خوا د ننګرهار ولایت په بالاکوټ ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د عامه ګټو د پروژې د عملي کېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په دې پروژه کې د یوه بند، کانال او د اوبو د ذخیرې جوړول شامل دي، چې د جاپان د «PMS» موسسې له خوا د یو میلیون او سل زره ډالرو په لګښت پلې شوې. ویل کیږي چې د دې پروژې په پلي کیدو سره به نږدې درې زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.