دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 289737
په غور ولایت کې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل شو
د غور ولایت د کلیو پراختیا ریاست په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور د کلیو پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولینه او تیوره ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکو د جوړولو کار پیل کړ.
 
د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه شبکې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
 
ویل کیږي چې د اوبو رسولو د دغو شبکو د کار په بشپړیدو سره به ۲ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ولري.
https://avapress.com/vdcbf9b5zrhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته