دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 289278
په هرات ولایت کې په تېر یوه کال کې څه باندې ۴۵۴ زره کاغذي او الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي
د هرات ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست د مسوولینو په وینا، تېر کال په دغه ولایت کې څه باندې ۴۵۴ زره الکترونیکي او کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې وې.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې په تیر لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۴۵۴۷۳۳ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشل شوي دي.

د چارواكو په وينا، دې رياست تېر كال هم د زوکړې كارډونه هم وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د احصایې مرکزي ادارې په هېواد کې د څه باندې ۱۲ میلیونو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اعلان وکړ.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یوشمېر دولتي ادارو خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړی دی.
https://avapress.com/vdcbz9b5wrhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته