دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 289532
په بدخشان کې سیلابونو ستر زیانونه اړولي دي
د بدخشان ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس وايي چې ددغه ولايت په تيشکان ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله د استوګنې د کورونو، د کرنيزو ځمکو، باغونو، استنادي ديوالونو، دبريښنا بندونو او د اوبو د کانالونو دسيسټمونو ويجاړتيا سبب شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرم اکبري په دغه ولایت کې د سیلابونو او سختو بارانونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه وویل چې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو او سیلابونو ورځې د خلکو کورونو او کروندو ته لوی زیانونه اړولي او دې طبیعي پیښو خلک په بحراني حالت کې اچولي دي.

هغه زياته کړه: "د استوګنې د کورونو، کرنيزو ځمکو، باغونو، استنادي دېوالونو، د برېښنا مزي او د اوبو د کانالونو ويجاړول د دغو زيانونو له ډلې څخه دي چې د سيلابونو له امله رامنځته شوي او دغه طبيعي پېښې په تيشکان ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي."

مولوي اکبري وويل چې د تيشکان ولسوالۍ زيانمنې شوې سيمې او قربانيان مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري. 

نوموړي زياته کړه، چې د څو کليو مواصلاتي لارې ويجاړې شوې او بندې شوې او هڅه کوو، چې د زيانمن شويو کسانو د حالت د هواري په موخه عاجل اقدامات وکړو.

باید وویل شي، چې د رسمي راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د بدخشان ولایت په واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو کې سخته واوره ورېدلې او د دغو ولسوالیو اوسېدونکي همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcexo8wwjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته