دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 34273
د سولې د عالي شورا له غړیتوب او ددغې شورا د بهرنیو اړیکو له ریاست څخه د پوهنې د وزیر فاروق وردګ استعفا
د جمهوري ریاست عالي مقام د خپلو لورینو او په هیواد کې د باکیفیته او متوازن معارف د لا ودې په موخه د روان کال د جدې میاشتې په 4 مه نیټه د پوهنې د وزیر فاروق وردګ استعفا منظوره کړه.
تر لمر روښانه خبرهده چې، د پوهنې بهیر په هیواد کې په خورا چټکۍ او له تیرو وختونو سره په نه مقایسه کیدونکې ډول په چټکۍ پرمخ درومي، او لا به هم روان وي، او ددغې برخې پراختیا د دولت له اساسي، ملي، بین المللي او اسلامي مکلفیتونو څخه ګڼل کیږي.

ددې لپاره چی د دودیزې لویې جرګې چې د دې عظیم او میړني ولس په استازیتوب يې سږ کال د دولت لپاره تاریخې مشورې ورکړې، پریکړو ته يې درناوی شوی وي، نو د پوهنې وزیر لازمه وبلله چې د سولې د عالي شورا له غړیتوب او ددغه شورا د بهرنیو اړیکو له ریاست څخه خپله استعفا د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. د جمهوري ریاست عالي مقام د خپلو لورینو او په هیواد کې د باکیفیته او متوازن معارف د لا ودې په موخه د روان کال د جدې میاشتې په 4 مه نیټه د پوهنې د وزیر فاروق وردګ استعفا منظوره کړه.

د پوهنې وزیر فاروق وردګ د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتماب مقام له لورینو څخه په دې اړوند مننه کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwx9w.ak9tu4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته