افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په چین کې د افغانستان له سفیر مولوي بلال کریمي سره وکتل. نوموړي د عینک د کانونو، د امو سیند د نفتو د حوزې، د تاله و برفک او د عینک دوهم د مسو کانونو د قراردادونو په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې ناسته کې وویل، د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پانګونې شرایط چې تر ټولو مهم یې په هېواد کې دننه د کانونو بشپړ پروسس دی، روښانه دي او ټول ملي او نړیوال پانګوال کولای شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
له بلې خوا مولوي بلال کریمي د امو سیند د نفتي حوزې او د عینک د مسو د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره خپلو لیدنو ته په اشارې سره وویل چې چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي کریمي ډاډ ورکړ چې د کانونو په پروژو کې د چینایي پانګوالو د جذبولو لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.