افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد له د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت سره وکتل.
په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان د روغتیا په برخه کې د دغې ادارې پر مرستو ټینګار وکړ او د هېواد د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل.
په همدې حال کې ښاغلي بخیت په دې کتنه کې وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان چمتو دی چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.