په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، ننګرهار ، لغمان ، بغلان ، زابل ، میدان وردک ، غزنی ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۱۱ تنه ټپیان او۱۱ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار اوپکتیا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)