دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 66653
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بغلان ، کاپیسا ، بدخشان ، سرپل ، کندهار ، ارزګان ، غزنی ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۸ تنه ټپیان او ۴۵ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۵ کړې د وسایطو ضد ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د زابل او فراه ولایتونو په اړونده سیمه کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcds909.yt09k6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته